په افغانستان کې د دریم نسل (3G ) مبائیلونو د جوازونو نړیواله سیالي

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دریم نسل (( 3Gمبائیلونو د جوازونو د ترلاسه کولو لپاره نړیوالي سیالي  په لاره اچوی .

دا خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین په یو مطبوعاتي کنفرانس کې چي

په همدې اړوند د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوره شوی وه  وکړه  .

په یاد غونډه کې  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ رهبری هئیتدخصوصی مخابراتي سکتور استازو اویوشمیر خبریالانو ګدون کړی وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین وویل : زه ډیر خوښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هیواد او هیواد والوته د خدمت په لاره کې یو بل مثبت ګام اخلي او د دریم نسل (3G) ټکنالوجۍ په اړه یې هراړخیز معلومات ورکړل . د دریم نسل ټکنالوجۍ مبایلونو ډیر فوق العاده مبایلونه دی چې د لوړ سرعت انترنت ، د غیږانځور او ویدیو لیږد اسانتیاوی مشترکینوته برابروی موږ د نوري فایبرکبیل د شبکه په راوستلو سره زمینه دغه نوی ټکنالوجۍ ته برابره کړی ده.د نوری فایبر کیبل نه پرته د دغه ټکنالوجۍ خدمتونه ممکن نه دی.

ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین زیاته کړه : موږ یوه نوی کمپني ته د پنځو نورو کمپنیو ترڅنګه چې وړاندې د مخابراتي خدمتونو جواز ترلاسه کړی وو دا فرصت برابر کړی.ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د دریم نسل (3G) په اړه وویل :د سیالي پروسه په روښانه ډول د ۱۳۹۰/۱۰/۵ نیټه چې د اګست د میاشتی په اول نیټه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره(اترا) څخه کولاي شی تر لاسه کړی نوم لیکنه اود اسنادو دلاسته راول د سیالي لپاره غوښتونکي باید۵۰۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړی چې دغه پیسی بیرته نه ورکول کیږي او د اسنادود تسلیمدو وروستي نیټه ۱۳۹۰/۷/۹ چې د اکتوبر اولي نیټه سره برابره ده او اټکل کیږی چې د سیالی وروستي پایلي او د نوی جواز ورکول نیټه د نوامبراوله د ۲۰۱۱ کال وتاګل شی.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې د ۱۳۸۲کال را پدیخوا هغه وخت چې د (GSM) جوازونه مو صادر کړل د ګرځنده تیلفونونو مشترکین ترواوسه پوری ۱۷ ملیونو ګته اخیستونکوته زیات شوی دی.او ۱،۶ ملیارد ډالره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په بنستیزو پروژو کې پانګه اچونه شوی ده او له ۸۰ سلنه څخه زیات د هیواد نفوس د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلی دی همدارنګه د هیواد تر ۱۰۰،۰۰۰ زیاتو کسانوته د مخابراتو په سکتور کې د کار زمینه برابر شوی ده .

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته