زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۲۲
مخابرات ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ په مارګو سیمه کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو نوی سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سروې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرو ۳ کلونو کې توانېدلی د هېواد ډېری محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې کړي او همدا راز د هېواد هغو سیمو لپاره چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې پکې نه وې موجودې ۵۱۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې ونیول چې اوس مهال په یادو ټولو مخابراتي سایټونو عملاً کار روان دی او یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې نماینده او د محلي راډيو مسئولينو ترمنځ غونډه شوه

پدې غونډه کې راډیو سټیشنونو د بانډ پاس فیلټر وسيلې پر نصب او د فریکونسیو اړوند موضوعاتو...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۳۷
Background image

د پنجشیر ولایت شتل ولسوالۍ کې د نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه نوي مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د سلام مخابراتي...

بېرته خبرونه ته