د کمپيوټر، یو پي اس او پروجکټور د اکمال او چمتو کولو پروژې د قرارداد د ورکولو د پرېکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کمپیوټرونو، یو پې اس  او پروجکټورونو د برابرولو او چمتوکولو د پروژې قرارد د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې د یو میلیون او یو سل او دوه اویا زره او سل (۱۱۷۲۱۰۰) افغانیو په ارزښت د ارکا اماني شرکت ته چې د کابل مرکز، څلورمه ناحیه، دوهم پروان، سهراب فردوس بلاک کې موقعیت لري ورکړي.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله " حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت سرپرست

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۲۵ کابل
Background image

د سټلایټ ځمکنی استیشن (هاب استیشن) جوړولو او د سټلایت ظرفیت اجاره کولو پروژی لپاره د معلوماتو راټولول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له تجربه لرونکو نړیوالو شرکتونو، د سټلایټ خدماتو چمتو کوونکو، او حل لارو وړاندې کوونکو څخه غواړي چې د لاندې پروژې لپاره تخنیکی، مالي، او عملیاتي... . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱ کابل
Background image

Back to tenders