د وزیر ویناوی

نحمده ونصلی علی رسول الکریم اما بعد :

درنو میلمانو، درسنیو استازو، خویندو او وروڼو

 

السلام علیکم ورحمه الله و برکاته

خوشاله یم د مخابراتو وزارت د ۱۳۹۷ کال د لاسته راوړنو او ۱۳۹۸ کال د پلانونو په اړه راپور  ستاسو حضور ته وړاندې کړم.

 مخابراتو سکتور د ټولنې  د پرمختګ یو بنسټيز سکتور دی چې په ټولو سکتورونو کې  اغیزمن رول لري.

دا چې مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتو او ټکنالوجۍ د تنظیم او رهبری  مسؤلیت پر غاړه لري نو اړینه بولو  چې په دې برخه کې  شوي پرمختګونه او لاسته راوڼې ستاسو له لارې د ولس شریکې کړو.

مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ۱۳۹۷ مالي کال کې یو شمېر عمده فعالیتونه پلان کړي و چې زیاتره يې سرته رسیدلي او په پاتې نورو يې کار روان دی.

سرته رسیدلي یا مکمل شوي فعالیتونه:
۱- د ASP.Net)  امنیتی سیستم د ( Drupal) نوی سیستم ته په بدلولو سره د ډيټا سنټر یا د معلوماتو په مرکز کې د ذخیره کول د وړتیا لوړول.

۲ـ د افغانستان د ملي معلوماتو په مرکز کې ددغه سیستم د ظرفیت لوړولو په موخه د Cloud  په نوم د نوي سیستم نصب او رامنځته کول.

ددغه سیستم د نصبولو موخه په دولتي ادارو کې د درې ډوله خدمتونو وړاندې کول( د ویب سایټونو د مدیریت سیستم،ایمیل او ویب هوستنګ)  او په ډيټا سنټر کې ای ټي سافت ویرونو د نصبول ته زمینه برابرول دي.

۳ـ د انټرنیټي ټرافیک د کنټرول به موخه NIXA National Internet Exchang of Afghanistan د انټرنیت د تبادلې دستګاه فعالول او ددغه پروژې د وسایلو نصبول.
دا مهال د
NIXA  سره ۱۰ لوی کمپنۍ نښلول شوي او همدارنګه  د فیسبوک سرور دNIXA له مرکز سره وصل کول او د انټرنیټي ټرافیکو کنټرول پراخول.

۴-  په اداره کې د اصلاحاتو او د سیستم د پرمختګ په موخه د ۲۸ کسانو ګمارل چې دغه متخصصینو د بشري سرچینو په بیلابیلو برخو کې ظرفیت لوړ کړی، چې د پراختیایی پروژو د پلي کیدو سبب شوی او د وزارت د ارشیف وداني تیاره شوي او د پکتیا ولایت د پست ریاست هم په انلاین ويډيو کنفرانس تجهیز شوی دی.

۵- د الیکترونیکي حکومتوالی د پراختیا و او ترویج په موخه په انلاین ډول د الیکترونیکي پاسپورت سیستم په کابل او ولایتونو کې فعال شوی چې ددغه سیستم په رامنځته کیدو سره خلکو ته د پاسپورت د اخیستو په برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

۶- د بشری پانګې د پرمختګ له پاره ۳۵ تنه د CBR او ۲۸ کسان د رتب معاش له لارې به دنده ګمارل شوي چې ددغه  ۷۳ کسانو په ګمارلو سره د ادارو په چارو کې ښه والی راغلی.

۷- په اقنه او تور غونډی بندرونو کې د بنډویټ د وړتیا لوړولو په موخه د 10GB کارتونو د نصب تدارکاتي مراحلو طی کول چې د بنډويټ پروژې په اجرا سره به د انټرنیت وړتیا لوړه شي او کیفیت به يې ورسره ښه شي.

۸- د سایبري جرمونو څيړنې  لابراتوار رامنځته شوی چې ددغه لابراتور په ایجاد سره د مجرمینو په پيژندلو کې پرمختګ شوی او د سایبري جرمونو د ټيټوالي سبب شوي دی.

۹- Open Space یا د پرانیستو د دفترونو جوړول چې ددغه دفترونو په جوړیدو سره د الیکترونیکي تذکرې او اسان خدت په برخه کې غوښتوونکو ته زیات سهولتونه رامنځته شوي دي.

۱۰- GRP د دولت د پلان جوړونې د مدیریت سیستم جوړول، دغه سیستم  پنځه برخې( بشري سر چینې، مالي، تدارکات او قراردادونه، پروژې او محاسبه جنسي) لري، په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اداري اصلاحاتو کمیسیون کې په موافق ډول مکمل شوی چې په پلي کیدو سره په چارو کې اغیزمنتیا، چټکوالی، ګټورتوب او روڼوالی رامنځته شوی.

۱۱- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ـ د ازبکستان د ټکنالوجۍ د پراختیا وزارت او د ازبکستان د جمهوري دولت د رهبری لاندې د خدمتونو ادارې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی. چې ددغه هوکړه لیک په لاسلیک له مخې د انټرنيټي خدمتونو پرمختګ او پراختیا، د ارزانه انټرنیت وړاندې کول، دریمو هېوادونو ته د ترانزیت زمینه برابروي.

۱۲ـ د دوولس په شمېر کې  هوکړه لیکونه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، اترا ادارې، کابل ښاروالۍ،  ثبت احول نفوس ادارې، د بیمې ملې ادارې، اریانا شرکت، د ښځو چارو وزارت سره  ترتیب او او لاسلیک شوي دي، ددغه هوکړه لیکونو په پلي کیدو سره د پروژو د کارونو په برخه کې چټکتا، همغږي او همکاري رامنځته شوي ده.

۱۳ـ د زرنج ښار د ایران د زابل بندر د نوري فایبر شبکې سره نښلول شوی چې د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو په برخه کې د سهولتونو سبب شوی  او د اړیکو په کفیبت کې ښه والی راغلی دی.

 

هغه فعالیتونه چې د کار لاندې دي

۱ـ (بک اپ سایټ) د افغانستان د معلوماتو ملي مزکز حمایوي سیستم نصب او پلی کول

۲ـ د حقیقي معلوماتو سیستم د دفتر جوړیدل، د مخابراتو د معلومات حقیقي سیستم نښلول د Real Time Data Management System  د مخابراتو د شبکې سره او د  ریال ټایم سیستم  او نورو مخابراتي شبکو څخه د لس سلنه ماليې د راټولو د ښه نظارت کولو په موخه  د مایکروویف انټرنیټ جوړل. .

۳ـ د کابل پوهنتون  د الیکترونيکي کتابتون له پاره د ډيجيتل لابراتوار  جوړول.

۴ـ  APCICT د الیکترونيکی حکومتوالی د  اسنادو او کتابونو ژباړه، ډيزاین او چاپ کول.

 ۵ـ د ډيجيټل کاسا (Digital CASA  )د پروژې د فعالیتونو د پلي کیدو له پاره د امکاناتو مطالعه کول  

۶ ـ د عامه خدمتونو د معلومات د وړاندې کولو په موخه د اسان خدمت مرکز رامنځته کول.

۷ـ د موبایل له لارې دولتي کارکوونکو ته د معاشونو د ورکړې سهولتونو رامنځته کول.

۸ـ د وزارت په مرکز کې د ۳۰۰ پست بکسونو ايښودل، د مرکزي پست خونې او د کابل ښار د ۲۱ پست خونو د انټرنیټ سره نښلول،  د معلوماتي ټکنالوجۍ په انستیتیوت کې د سروتینګ پستي مرکز جوړول او د لاکر پارسل نصبول.

۹ـ  د نوري فایبر د شبکې له پاره د کندنې، پيپ او کیبل غځول او د SDH نصبول.

۱۰ـ په ۳۴ ولایتونو کې  دUplink Upgrade ( اپلینګ) سیتستم د نصب او پيلولو له پاره د تدارکاتي مراحلو طی کول.

 

د پخوانی وزیر بیانیه