د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ساینس او نوښت رئیس معرفي شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۸:۲۶
معرفی محمد توفیق پوپل رئیس ساینس و نوآوری

ښاغلی محمد توفیق پوپل رسما د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ساینس او نوښت ریاست د رئیس په توګه معرفي شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای په هغه مراسمو کې چې د دغه وزارت د بیلابیلو ریاستونو رییسانو پکې برخه اخیستې وه ښاغلي پوپل ته د هغه د نوي مسؤلیت مبارکي وویله.

ښاغلي لطیف رای د معلوماتي ټکنالوجۍ څیړنه او پراختیا د ساینس او نوښت یوه له مهمو او حیاتي برخو څخه وبلله

نوموړي د نوښت په برخه کې د ادارې د موخو ترلاسه کولو او د پرمختګ لپاره پر مسؤلیت مننې او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

معرفی محمد توفیق پوپل رئیس ساینس و نوآوری

ښاغلي محمد توفیق پوپل هم د وزارت د بیلابیلو ادارو تر منځ په همکارۍ او همغږۍ او د لا ښو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلې علمي تجربو او پوهې يه کارولو سره به د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور او شبکې يي سیسټمونو ودې او پراختیا لپاره کار وکړي.

ښاغلی پوپل د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د آزادې سیالۍ له لارې او د ولسمشرۍ مقام ۱۳۹۹/۷/۲۲ نیټې د ۱۸۳۸ ګڼې فرمان پر بنسټ دې پوست ته معرفي شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۸
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې او مخابراتي ستونزې یې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۷:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او پوسټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبیح الله (ذکی) د پوسټي خدمتونو د څارنې، عوایدو لوړولو، دپوسټي چوپړتیاو...

بېرته خبرونه ته