د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري جرمونو د څیړنې او سایبري زیان پوهنې لپاره د لابراتوار چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبري جرمونو او سایبر زیان پوهنې د لابراتوار د چمتوکولو پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۲/۵/۳۱  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري.

ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

داوطلبان د باید د آفر تضمین، د بانکي تضمین په بڼه د(۲۳۱۶۱۳) دوه سوه او دېرش زره او شپږ سوه او دیارلس افغانیو په اندازه د آفرګشایۍ د ناستې د شرطپاڼې مطابق وړاندې کړي.

د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۲/۵/۳۱ نیټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

سندونه:

د سایبري جرایمو د څیړنې لپاره د لابراتوار چمتو کولو د شرطپاڼې لینک

 

په درنښت

 

 

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۲۵ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۳۲ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۱ کابل
Background image

د کلاوډ زیربناو (SAN Network) د دریم لات لپاره د تدارکاتي پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې اعلان

د کوبل لوژستیک خدمتونو شرکت ته چې د کابل ښار قلعه زمان خان د...

Back to tenders