د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۵
جلسه رهبری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري پلاوي مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني په مشرۍ ترسره شو او د اجنډا مطابق په موضوعاتو بحث وشو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه کې د بیلابیلو ریاستونو له کړنو ارزونه وشوه او ګزارشونه یې واورېدل شول او همدا راز ټینګار وشو چې ټول ریاستونه باید خپلې چارې ګړندۍ او د پلان له مخې سر ته ورسوي او همدا راز ټینګار وشو چې اړونده ریاستونه باید د خپلو چارو پر مخ بیولو وخت کې پراخه همغږي ولري.

روسای وزارت مخابرات

یادې غونډه کې په هېواد کې د پوسټي خدمتونو د شرکتونو اړوند راپور چې د پوسټي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا )ریاست له محترم رئیس او اړوندې کمېټې څخه واورېدل شو، دوی ته دنده سپارل شوې وه څو هېواد کې پوسټي مارکېټ تحلیل او د شته پوسټي شرکتونو ارزونه هم وکړي او همدا راز یاده کمېټه باید د بازار مطابق نويو جواز غوښتونکو پوستي شرکتونوته چې شرایط یې پوره کړي وي د جواز اسانتیاوې برابرې کړي.

مسعود صمیم رئیس اپرا

د یاد ګزارش په اساس هېواد کې ټولټال تر دې دمه ۱۱ پوسټي شرکتونه فعالیت لري چې ۷ شرکتونو خپل جوازونه تمدید کړي او ۴ نورو شرکتونو د تمدید چارې روانې دي همدا راز د پوسټي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) د معلوماتو له مخې او هېواد کې د پوسټي مارکېټ د غوښتنې په اساس ځینو نویو هغو پوسټي شرکتونو ته به هم پوسټي جوازونه ورکړل شي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اپرا ریاست شرایط یې پوره کړي وي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د نوري فایبر سره د پکتیکا ولایت د کانونو ریاست د نښلولو پروژه پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدماتو څانګه پرانیستل شوه

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د خپلو پرمختیایي پلانونو پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۶:۳
Background image

پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو د خدمتونو له مرکزونو څارنه وشوه

د پروان ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري د ګډ تخنیکي ټیم په مرسته د ټولو مخابراتي شرکتونو...

بېرته خبرونه ته