پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو د خدمتونو له مرکزونو څارنه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۶:۳
ولایت پروان

د پروان ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري د ګډ تخنیکي ټیم په مرسته د ټولو مخابراتي شرکتونو له پیرودونکو د خدمتونو له مرکزونو څخه څارنه ترسره کړه په دغه څارنه کې ولیدل شول چی ټولو مخابراتي شرکتونو د سیمکاتونو د دوهم ځلې ثبت لړۍ د یو شمیر ګرځنده ټیمونو په مرسته پیل کړې وه او د یادې څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د سیمکارت د بیا ځلي ثبت کولو په  جریان کې د آترا ادارې د کړنلارې څخه هیڅ ډول سرغړونه نه کیږي او د نوی سیمکارت د اخیستلو بیه ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

  همداراز ټولو مخابراتي شرکتونو ته لارښونه وشوه چې خپلو پیرودونکوته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او ستونزې یې په قانوني ډول په وخت سره حل  کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ټولو مخابراتي شرکتونو مسئولينو د آترا ادارې د کړنلارې د بشپړ پلي کېدو ډاډ ورکړ

مخابرات ولایت پروان

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته