د لوګر ولایت په مرکز کې د یوه مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۲۶
ولایت لوگر

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د اتصالات مخابراتي شرکت یوه سایټ څخه چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په هونۍ سفلی سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې جوړیږي له چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په جریان کې، پورته ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې دا مخابراتي سایټ د قرارداد شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

دیادولو وړده چې د نوموړې مخابراتي سایټ په بشپړیدوسره به د لوګر ولایت د هونۍ سفلی، عمرآباد، مامورینو ښارګوټی، امنیه قوماندانۍ او نورو ګاونډیو کلیو اوسیدونکو مخابراتي ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزګان ولایت مرکز ترین کوټ کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو دوهمه څانګه پرانیستل شوه

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د یوه مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په جریان کې، پورته ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې دا مخابراتي سایټ د قرارداد شرایطو...

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښارکې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د نوموړي مخابراتي شرکت د انټرنیټ ۳جي خدمتونو په فعالیدو سره به د پکتیا ولایت مرکز...

بېرته خبرونه ته