د چين د ټکنالوجۍ وزارت مسؤولينو سره د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سيسټم په اړه خبرې وشوې.

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۳/۲۹ - ۵:۳
د چين د ټکنالوجۍ وزارت مسؤولينو سره د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سيسټم په اړه خبرې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم زیر شهزاد اریوبي د چین د ساینس او تکنالوجۍ وزارت د مرستيال ښاغالي ژنګ جیانګو او ور سره پلاوي سره د يو رسمي ليدنې په ترڅ کې د افغانستان د مخابراتي سکټور، لاسته راوړنو، شته فرصتونو، خنډونو او د هېواد پر اړتياوو خبرې وکړې.

ښاغلي اریوبي ددغه ليدنې په ترڅ کې په يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستيتیوت او د چین د CSTTC تر منځ په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د هوکړه لیک تعقیب، د خلکو تر منځ د راشه درشې، مشترکو لابراتوارومږ ساينسي پارکونو او د ټکنالوجۍ دد په کې شامل دی
همدا راز ددغه ليدنې په ترڅ کې هوکړه وشوه چې چین به د ځوانو افغان ساينسپوهانو او تکنالوجيستانو لپاره زمينه سازي کوي چې په چين کې د STP په کلنيو سيمينارونو کې برخه واخلي.
همدا راز محترم اریوبي د چين د ټکنالوجۍ وزارت مسؤولينو سره هوکړه وکړه چې چين به افغانستان کې د Tech Zones جوړوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستيتیوت کې به تحقيقاتي مرکزونه جوړوي.
په دغه ليدنه کې د واخان دهليز له لارې د چین د انټرنیټ سره نښلېدل او فايبر اپټیک په اړه هم بحث او هر اړخيزه خبرې وشوې چې د چينايي همکارانو له خوا يې تود هرکلی وشو او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۱۴
Background image

به تعداد ۲ سایت مخابراتی شرکت اتوما در شهر قلات مرکز ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت زابل و به همکاری شرکت اتوما...

بازگشت به خبر