د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر د Facebook نړېوالې شبکې له جګپوړو مسئولینو سره وکتل

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۳/۱ - ۵:۳
dfgdf

نن د ۱۳۹۷ کال د جوزا په اوله د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي په واشنګټن کې د Facebook نړېوالې شبکې له جګپوړو مسئولینو دکتور رابرت پیپر او بن بارتلت سره ناسته وکړه او و یې ویل چې زمونږ د اړتیا وړ طرحو ګرم هر کلی یې وکړ.
ښاغلي اریوبي وویل چې په یاده ناسته کې مو د Facebook ځانګړې برنامې په رامنځ ته کولو سره په Android او IOS موبایلونو کې په پشتو ژبه له Facebook څخه د ګټې اخیستنې، د مخابراتو وزارت د انټر نیټي خوندتوب پروژې څخه د ملاتړ، په Facebook کي برنامو کې د انټرنیټي پلټنو لپاره د ډاډمنې فضا رامنځ ته کولو، د افغانستان کلتور او عنعناتو سره سم دFacebook کي مطالبو مدیریت، دFacebook ادارې لخوا د مخابراتو وزارت تخنیکي ټیم ته د ظرفیت لوړونې په موخه برنامې جوړول، په هېواد کې انټرنیټ نه د پراخې ګټې اخیستنې په موخه د وای فای دودلو او دFacebook څخه ګټه اخیستونکو او پدې اړه غوښتنلیکونو وړاندې کوونکو ته د چټک ځواب ورکولو په هدف د هېواد په داخلي سرورونو کې د معلوماتو ذخیره کولو په اړه بحث او خبرې وکړې
او پدې اړه دوی زمونږ له طرحو د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې په یاده برخه کې به لازم اقدامات وکړي.

 

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

ظرفیت ۵ سایت‌ شبکه مخابراتی سلام در مرکز ویک تعداد ولسوالی ها ولایت پکتیکا به تکنالوژی به نسل چهارم (4G) ارتقا یافت

ه منظور بهبود کیفیت پوشش مخابراتی و رسیدگی به مشکلات مخابراتی شرکت مخابراتی...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

در ولسوالی شیگل ولایت کنر یک سایت مخابراتی شبکه سلام فعال و به‌بهره‌ برداری سپرده شد

این سایت مخابراتی به هدف خدمات بهتر مخابراتی با تکنالوژی...

بازگشت به خبر