د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ (ICT) پالیسي په هکله نظر پوښتنه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په کال ۲۰۰۳ کې د هیواد د اداري او سکتوري اړتیاوو په نظر کې نیولو سره، د هیواد د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ (ICT) لومړنۍ پالیسي چمتو کړه، چې په نتیجه کې یې وکولای شول چې دې سکټور ته پراختیا ورکړي او مدیریت یي وکړي. څنګه چې دا پالیسي یوازې د ۱۰ کلونو (۲۰۰۳ تر ۲۰۱۳) پورې جوړه شوي وه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ په نوې کولو باندې کار پیل کړ او دا دی د راتلونکو ۱۰ کلونو (۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴) پورې د ICT د نوې پالیسي مسوده له تاسې سره شریکوو.

موږ له ټولنې، خصوصي سکټور، افرادو او مدنې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د پالیسۍ په اړه خپل نظریات وړاندې کړي او خپلې سپارښتنې له موږ سره شریکې کړي. څنګه چې دا پالیسۍ یوازې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د سکټور لپاره نه ده، بلکې یوه هړاړخیزه پالیسۍ ده چې زموږ په ورځنې ژوند کې له ټکنالوجۍ څخه د یوې وسلیې په توګه کار اخیستل تر بحث لاندې نیسي، موږ له هغو خلکو څخه چې له ټکنالوجۍ سره په مستقیم ډول کوم تړاو نه لري، غوښتنه کوو چې هغوی هم په دي عمومي سلا مشوره کې برخه واخلي.

هیله من یو خپل نظریات او تبصرې د ۲۰۱۵ کال د جنوري تر ۱۵ نیټې پورې دي بریښنالیک ته راولیږئ: ICTPolicy@mcit.gov.af تاسي کولای شئ د پالیسۍ مسوده له لاندې لینک څخه ښکته کړئ

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۱۴
Background image

به تعداد ۲ سایت مخابراتی شرکت اتوما در شهر قلات مرکز ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت زابل و به همکاری شرکت اتوما...

بازگشت به خبر