د مخابراتي خدمتونو د ټولیز لاسرسي د اتمې پروژې قرارداد لاسلیک شو

superadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۱۳۹۳ کال د ثورمیاشتې په ۳۱ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو د ۲۸۹ مخابراتي ټاورونو د نصبولو  قرارداد  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې او افغان ټیلی کم، افغان بیسیم او وصل ټیلی کام شرکتونو تر منځ لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال ښاغلي انجنیر بریالی حسام چې په یاد کنفرانس کې ګډون کړی و افغان ټیلیکام، افغان بیسیم او وصل ټیلیکام مخابراتي شرکتونو سره د قرارداد لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د خوښۍ ځای دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د لا ودې او پراختیا په لور یو بل ګام اخلي هغه همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رول باارزښته وباله او ویې ویل: مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ د ژوند په اقتصادي – ټولنیزو، فرهنګې، ښه حکومتولۍ او نورو برخو کې بنسټیز رول لوبوي.

ښاغلي حسام وویل: چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون پر بنسټ ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د خپل خالصو عوایدو څخه ۲.۵ سلنه په ربعوار ډول د مخابراتو د پراختیا صندوق کې جمع کړي.

ښاغلي حسام زیاته کړه: چې د هیواد په کلیوالو او لرو پرتو سیمو کې د ټولیز لاسرسي د خدمتونو د پراختیایي پالیسي پر بنسټ د ټولیز لاسرسي اتمه پروژه چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۲۱۳ ولسوالیو کې د ۲۸۹ ټاورونو BTSs لګوي  په کار واچوله  د داوطلبۍ له اعلان څخه وروسته په نوموړي پروژه کې لاندني شرکتونه ګټونکي اعلان شول:

  •  افغان ټیلیکام  (۱۹۲) سایتونه
  •  افغان بیسیم (۸۵) سایټونه
  • وصل ټیلیکام (۱۲) سایټونه

ښاغلي حسام وویل: چې اوس د ټولیز لاسرسي د اتمې پروژې د داوطلبي ټولې قانوني مرحلې مکملې شوي چې د هغه پر بنسټ قراردادونه له پورته ذکر شویو شرکتونو سره لاسلیک کیږي. دغه پروژې به د هیواد په هغو سیمو کې تطبیقیږی په کومو کې چې مخابراتې خدمتونه نشته او که شته هم په ټیټه کچه دي. د دغې پروژې په پلي کیدو سره به د نوموړو سیمو ۵۷۸۰۰۰ اوسیدونکو مخابراتي اړتیاوې پوره کړي.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

نظارت از مراکز خدمات مشتریان شرکت‌های مخابراتی در ولایت هلمند

ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت هلمند از مراکز خدماتی مشتریان شرکت‌های مخابراتی در این ولایت بررسی و نظارت...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

گسترش خدمات شرکت‌های مخابراتی در ولایت پروان

با هدايت وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی و تلاش رياست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولايت پروان، ۶ سايت مخابراتی در مرکز و ولسوالی‌ها...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

دیدار رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت کندز با استادان پوهنځی کمپیوتر ساینس پوهنتون ولایت کندز

رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت کندز با استادان پوهنځی کمپیوتر ساینس پوهنتون این ولایت دیدار کرده  و در مورد ارتقا...

بازگشت به خبر