افغان ټیلې کام شرکت د GSM او 3G خدمتونه پیل کړل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

  د افغان ټیلې کام مخابراتي شرکت د GSM او 3G د خدمتونو پيل په هغه محفل کې چې ولسمشر حامد کرزي هم پکې ګډون کړی و  د کابینې د محترمو غړو، د ولسي او مشرانو جرګو د غړو او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت په شتون سره د ولسمشر حامد کرزي لخوا په رسمي توګه پرانستل شول.

د غونډې په سرکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم امیرزي سنګین د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ولسمشر راتګ یې دغه پرانیستې غونډې ته د ښکلا وربخښلو ویاړ وباله. هغه په خپلو خبرو کې د تېرې یوې لسیزې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله ګډونوالو ته پوره معلومات ورکړل او ویې ویل چې د مخابراتو په سکتور کې خدمتونه او لاسته راوړني په بشپړ ډول محسوسې دي چې ان ویلای شو چې په دې برخه کې موږ د ګاونډیو ډیری هېوادونو څخه مخکې یو.

د مخابراتو وزیر د افغان ټیلې کام د مخابراتي شرکت په اړه وویل: د افغان ټیلې کام مخابراتي شرکت یو بشپړ دولتي شرکت دی چې په ۱۳۸۴ کال کې یې بنسټ ایښودل شوی او دغه شرکت د افغانانو لخوا جوړ او په افغاني نوښت منځته راغلی چې د افغانستان په پانګونې رغېدلی او د افغانانو لخوا اداره کیږي هغه وویل یاد شوی شرکت اوس په خپلو پښو ولاړ دی او په ښه بڼه  به د سیالۍ ډګر ته ووځي.

ښاغلي سنګین وویل: د افغان ټیلې کام شرکت چې له کله پیل شوی او په خدمتونو یې پیل کړی تر اوسه ښه ځلیدلی. دغه شرکت مخکې له دې د نوري فایبر، DSL او ډیجیټل ټلیفونونو له لارې ګرانو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کول، اوس مهال په خپل عاید سره د GSM او 3G په برخو کې ۶۵ملیونه ډالر پانګونه کوي چې د خدمتونو په پيل سره یې په مخابراتي سکتور کې رقابت یوه بله زمینه برابره کیږي هغه وویل: نن دغه خدمتونه په کابل کې پیل کیږي تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به د هېواد د لویو ولایاتو په ښارونو کې او په ظرف د شپږو میاشتو کې به په ټول هېواد کې خدمتونه پیل کړي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ د وزیر په وینا دغه شرکت په پام کې لري چې په راتلونکو دوه کلونو کې د کیفیت د لوړوالي او د قیمتونو د ټیټوالي په برخه کې ۱۰۰ ملیونه ډالر نوره هم پانګونه وکړي.

وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبر کي له دي غونډې او د افغان ټیلې کام د GSM او 3G خدمتونو د پیل له امله خوښي وښوده او ویې ویل: ویاړم چې نن د مخابراتو په سکتور کې د پانګونې یوه ښه تهداب او بنسټ د افغانانو د نوښت پر اساس او د خپلو پیسو له درکه رامنځته شوی. هغه وویل هر هغه ګام چې په دې خاوره کې د افغانانو په لاس د هېواد د پرمختګ په لاره کې ایښودل کیږي د ټول افغان ملت ویاړ دی او نن موږ د مخابراتو د وزارت په دغه ابتکار ویاړو او افتخار پرې کوو.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه ګام د افغانانو لپاره یو ښه ګام وباله او ویې ویل ښه پانګونه ګټه راوړي او افغان ټیلې کام شرکت هم ښه پانګونه کړې او دادی چې ګټه یې هم ګړې ده.

همدارنګه ولسمشر حامد کرزي د الکترونکي حکومتولۍ ګټو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ټکنالوجۍ د الکترونکي حکومتولۍ له لارې فاصلې له منځه وړې او د راکړې ورکړې چټکتیا ته یې لاره برابره کړې، هغه په دې برخه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت باید د الکترونیکي حکومتوالۍ فعالیتونه زیات کړي او د مخابراتو په اړه په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې باید خلک د خصوصی حریم موضوع ته جدي پام وکړي او باید پوره درناوی ورته وکړي.

د یادولو وړ ده چې د افغان ټیلې کام د GSM او 3G  د خدمتونو پیل چې د سلام سیمکارت تر عنوان لاندې بازار ته وړاندې کیږي د افغان ولسمشر حامد کرزي د ټلیفوني خبرو له لارې پرانیستل شول. د سلام سیمکارت څخه ټولو مخابراتي کمپینو ته به اړیکې د ثانیو پر اساس وي او یوه ثانیه به 4 پوله قیمت ولري.

همدارنګه سلام سیمکارت به د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې میاشتنۍ بستې په لاندې ډول وړاندې کوي:

-         1GB       په    250 افغانۍ

-         3GB      په     600 افغانۍ

-         5GB      په     900 افغانۍ

د سلام سيمکارت د لاسته راوړلو لپاره به په ټول هیواد کې څه باندې 4000 مرکزونه پرانستل شي چې درانه هیوادوال کولی شي په لاسته راوړو سره یې له غوره خدمتونو برخمن شي.

 

 

 

 

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی در ولسوالی صبری ولایت خوست

در جریان این نظارت، به شرکت قراردادی تأکید شد تا کار...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی شرکت مخابراتی روشن در مرکز ولایت پکتیکا صورت گرفت

ین سایت مخابراتی در شهر شرنه به ‌منظور گسترش ساحه پوشش و ارائه خدمات بهتر مخابراتی...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

سروی برای ایجاد یک سایت مخابراتی شرکت مخابراتی اتوما در مرکز ولایت میدان وردک صورت گرفت

به هدف ارائه خدمات بهتر مخابراتی و ارتقای کیفیت این خدمات، برای ایجاد یک سایت شرکت...

بازگشت به خبر