دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ په وزارت کي د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مارچ اتمه د ښځو د یوالي نړیواله ورځ د  یو لړ مراسمو په ترڅ کې دشنبی په ورځ دکب دمیاشتی په ۱۹ مه نیټه  چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین ، رهبري هیئت د وزارت ښځينه کارکوونکو په کې ګډون درلود، ولمانځل شوه.

 په پیل کې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزیرښاغلی انجینرامیرزی سنګین  د ښځو نړیواله ورځ،  دهیواد ټولو مسلمانو ښځوته چې  دهیواد په هرکوډکي چې ژوند کوی مبارکي ورکړه ښاغلي وزیر د دي غوڼدې موخه د ښځو مقام ته درناوي او خپل سیاسی، اقتصادي او ټولنیز حقوقو ته لاس رسی، په ګوته کړل.

ښاغلي امیرزی سنګین وویل: داسلام دین یواځیني دین دی چې دمیرمنو حقوق په کې خوندې دي د ښځو د حقونو په برخه کې کارونه شوي دي، خو کافی نه دي   بیا هم له نیکه مرغه زموږ په هیواد کې هم د ښځو وضعیت که هغه د تعلیم، صحت او کارکولو په برخه کې دي، مخ په ښه کیدو ده اودي تیروکلونو څخه يي  پرمختګ ترسترګو کيږي زموږ په وزارت کې اوس ۲۵سلنه ښځینه کارکوونکې په دندو بوختې دي او هڅه کوو چې په لوړو پوستونو کې ښځینه کارکونکې په کار وګمارو.

  نوموړي د خپلو خبرو په پای کې دښځو نړیوالی ورڅي د رارسیدو له امله د هېواد ټولو ښځو په ځانګړې توګه د وزارت کار کوونکو ته مبارکی ورکړه.

وروسته ،د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د جندر مسئوله ملالۍ یوسفزۍ په وار سره خبرې وکړې، اودښځو ورځ يي  دهیوادټولو ښځو اوپه ځانګړی ډول دمخابراتوامعلوماتی ټکنالوجی وزارت ښځینه کارکوونکوته مبارکي ورکړه اووویل: په دې ورځ د نړۍ ښځو د خپلو حقونو د لاسته راوړلو او له دوی سره د تبعیض نه کولو په موخه خپل غږ پورته کړ، موږ دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې  په خواشینی سره اوس هم زموږ په هیواد کې له ښځو سره ناسم چلند کېږي، او دوی خپل اسلامی او بشری حقونو ته پوره لاس رسی نه لري. نوموړې د مخابراتو وزارت رهبري هیئت څخه مننه وکړه چې دښځو نړیواله ورځ یې په داسی شانداره ډول ولمانځله.

 د غونډې په پای کې  ښځینه  کارکوونکو ته هغه تحفي چې دښځو ورځ په ویاړ برابري شوي وي د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ رهبري هیئت لخوا ورکړل شوي.

تازه ترین خبر

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

ظرفیت ۵ سایت‌ شبکه مخابراتی سلام در مرکز ویک تعداد ولسوالی ها ولایت پکتیکا به تکنالوژی به نسل چهارم (4G) ارتقا یافت

ه منظور بهبود کیفیت پوشش مخابراتی و رسیدگی به مشکلات مخابراتی شرکت مخابراتی...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

در ولسوالی شیگل ولایت کنر یک سایت مخابراتی شبکه سلام فعال و به‌بهره‌ برداری سپرده شد

این سایت مخابراتی به هدف خدمات بهتر مخابراتی با تکنالوژی...

بازگشت به خبر