په کابل اوکندهار کې ناقانونه مخابراتي توکي ونیول وشول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

۱۸ زمري ۱۳۹۱- د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د مخابراتي خدمتونو دتنظیم ادارې ( اترا ) لخوا په کابل  او کندهار کې یو شمیر ناقانونه  مخابراتي توکي ونیول شول. په هغه غونډه کې چې له دې امله  د هغه وزارت  په تالار کې نیول شوې وه  د نوموړې ادارې مسولینو رسنیو ته وویل چې د کابل ښار د دویمې حوزې اړونده سیمې له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه (۳) پایې سیم باکسونه او(۹) قلمه نور اړوند توکي،  د دریمې حوزې اړوند له یو کورس څخه (۱) پایه سیم باکس دستګاه، (۳۷۳) سیم کارتونه او (۱۰) قلمه اړوند توکي او د یولسمې حوزې اړوند نوې پروژې څخه (۱) پایه سیم باکس، (۵۵) سیم کارتونه او (۱۷) قلمه اړوند توکي د افغانستان د مخابراتي خدمتونو دتنظیم ادارې (اترا) د نظارت ډلې، د لویې څارنوالۍ،د ملي امنیت او پولیسو د استازو په مرسته راټول او ضبط شول. همدارنګه د نوموړې سلسلې په ادامه دکندهار ولایت دمخابراتو ریاست او دهغه ولایت دقانون ساتني ادارو په مرسته دچنګاښ په (۱۸) نیټه (۱) پایه سیم باکس، (۸۸۵) سیمکارتونه او (۱۱) قلمه اړوند توکي هم نیول شي او د موضوع په اړه  یې (۶) شکمن کسان د څیړونو لپاره څارنوالۍ ته ورسپارلي دي.  د نوموړې ادارې مسولینو ددې توکو په ناقونونه  توګه کارول مخابراتي شرکتونو ته د زیان ترڅنګ په هیواد کې د امینتي  ستونزو سبب هم کیدای شي.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۱۴
Background image

به تعداد ۲ سایت مخابراتی شرکت اتوما در شهر قلات مرکز ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت زابل و به همکاری شرکت اتوما...

بازگشت به خبر