د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس په محمد اغې ولسوالۍ کې له مخابراتي خدمتونو بې برخې سیمو څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۸
مخابرات ولایت لوگر

مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د برګ کلي د خلکو د پرله پسې شکایتونو غوښتنو پر بنسټ د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له تخنیکي ټیم سره په ګډه د یادې سیمې څخه د سروې په موخه لیدنه وکړه.

د سروې په پايله کې څرګنده شوه چې ياده سيمه له مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو بې برخې ده او د دې کلي او ګاونډيو کليو خلک له مخابراتي ستونزو سره مخ دي.

مخابرات ولایت لوگر

د لوګر د مخابراتو ریاست په پام کې لري چې په یاده سیمه کې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ یو مخابراتي سایټ نصب او جوړ کړي، ترڅو د سیمې خلک مخابراتي اسانتیاوو ته لاس رسی ترلاسه کړي او خپلې مخابراتي او انټنټي ستونزې حل کړي.

مخابرات ولایت لوگر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته