د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رئیس رسماً د وزارت کارکونکو ته معرفي شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۰:۱۱
رئیس حکومتداری دیجیتلی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ له مخې د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رئیس ښاغلی پوهنیار عبدالرحمن ساپی چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او تر دې مهاله د ډیجیټل حکومتولي ریاست د معلوماتي سیسټمونو د انسجام او تضمین کیفیت رئیس پاتې شوی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري رسماً د وزارت کارکوونکو ته معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني دغې ناسته کې ښاغلي عبدالرحمن ساپي ته په دنده کې د توفیق غوښتنه وکړه او همدا راز ډاډ یې ورکړ چې د وزارت رهبري به د یاد ریاست په اغیزمن ډول مخ بیولو کې له دوی سره همکار وي.

د ښاغلي وزیر صاحب په وینا زمونږ هېواد هر هغه چا ته اړتیا لري چې د زده کړو تر څنګ له دین او وطن سره هم مینه ولري او کله چې یو څوک د زده کړو تر څنګ له دین او هېواد سره مینه ولري هغوی په هیڅ صورت وطن یوازې نه پرېږدي بلکې هڅه کوي چې د خپل استعداد او لیاقت له مخې خدمت وکړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په وینا ډیجیټل حکومتولي د هېواد یو له مهمو برخو څخه ده چې د ټولو امارتي وزارتونو او ادارو د سیسټمونو د جوړلو مسئولیت په غاړي لري او اړینه ده چې یاده برخه کې مسلکي او په کار پوه اشخاص په دندو وګمارل شي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی تېرو ۳ کلونو کې د آزاد رقابت له لارې د هېواد مخکښ کادرونه پیدا او د وزارت په اډانه ( چوکاټ) کې یې په مختلفو دندو وګماري.

ورته مهال د ډیجیټل حکومتولۍ نوي معرفي شوي رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن ساپي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه مننه وکړه چې د یاد ریاست چارې یې نوموړي ته سپارلي او باور یې پرې کړی، د نوموړي په وینا ورکړل شوی دنده منصب نه بلکې مسئولیت دی او هڅه به کوي چې په پوره اخلاص او صداقت یې مخ ته یوسی.

عبدالرحمن صافی رئیس عمومی حکومتداری دیجیتلی

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته