د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رئیس رسماً د وزارت کارکونکو ته معرفي شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ له مخې د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رئیس ښاغلی پوهنیار عبدالرحمن ساپی چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او تر دې مهاله د ډیجیټل حکومتولي ریاست د معلوماتي سیسټمونو د انسجام او تضمین کیفیت رئیس پاتې شوی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري رسماً د وزارت کارکوونکو ته معرفي او په دنده یې پیل وکړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني دغې ناسته کې ښاغلي عبدالرحمن ساپي ته په دنده کې د توفیق غوښتنه وکړه او همدا راز ډاډ یې ورکړ چې د وزارت رهبري به د یاد ریاست په اغیزمن ډول مخ بیولو کې له دوی سره همکار وي.
د ښاغلي وزیر صاحب په وینا زمونږ هېواد هر هغه چا ته اړتیا لري چې د زده کړو تر څنګ له دین او وطن سره هم مینه ولري او کله چې یو څوک د زده کړو تر څنګ له دین او هېواد سره مینه ولري هغوی په هیڅ صورت وطن یوازې نه پرېږدي بلکې هڅه کوي چې د خپل استعداد او لیاقت له مخې خدمت وکړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په وینا ډیجیټل حکومتولي د هېواد یو له مهمو برخو څخه ده چې د ټولو امارتي وزارتونو او ادارو د سیسټمونو د جوړلو مسئولیت په غاړي لري او اړینه ده چې یاده برخه کې مسلکي او په کار پوه اشخاص په دندو وګمارل شي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی تېرو ۳ کلونو کې د آزاد رقابت له لارې د هېواد مخکښ کادرونه پیدا او د وزارت په اډانه ( چوکاټ) کې یې په مختلفو دندو وګماري.
ورته مهال د ډیجیټل حکومتولۍ نوي معرفي شوي رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن ساپي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه مننه وکړه چې د یاد ریاست چارې یې نوموړي ته سپارلي او باور یې پرې کړی، د نوموړي په وینا ورکړل شوی دنده منصب نه بلکې مسئولیت دی او هڅه به کوي چې په پوره اخلاص او صداقت یې مخ ته یوسی.