افغانستان کې د انټرنېټ استفاده کوونکو اطلاعات او معلومات خوندي شؤل
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د انټرنېټي ټرافیک د خوندیتوب او د هېوادوالو اطلاعاتو محرموالي په موخه یوه داخلي ګېټوې یا د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) ایجاد او داخلي شرکتونه یې ورسره وصل کړي چې ورسره هېواد کې د ټولو انټرنېټ استفاده کوونکو اطلاعات او معلومات خوندي شؤي.
پخوا یاده چاره د انټرنېټ د عرضه کوونکو هېوادونو له طریقه ترسره کېده چې ډېری معایب یې درلودل.
- انټرنېټي معلومات او اطلاعات خوندي نه وو ځکه ټرافیک د دوی په واسطه ترسره کېدل چې دغو هېوادونو کؤلای شؤل، د انټرنېټ استفاده کوونکو معلوماتو او اطلاعاتو ته په اسانۍ لاسرسی ؤلري.
- د بهرنیو هېوادونو له طریقه د انټرنېټ ټرافیک خورا قیمته ترسره کېده چې اوسمهال یاد ټرافیک هېواد دننه په ارزانه بیه او مصؤن ډول ترسره کېږي.
- د بهرنیو هېوادونو له لوري د لارې د اوږدوالي له امله خدماتو کیفیت ټیټیده او کله نا کله به اطلاعات او معلومات هم له لاسه وتل، کور دننه د یادې چارې ترسره کؤل به کیفیت لوړ، اطلاعات خوندي او په بیو به هم په مستقیم ډول تأثیر ؤلري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې دننه د انټرنېټ د استفاده کوونکو اطلاعاتو او معلوماتو خوندیتوب ته ارزښت ؤرکؤي او د مصؤن، خوندي او ارزښتمن چاپیریال جوړؤل خپل مسؤلیت او دنده ګڼي.