د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا ښاغلی هر یو انجنیر عطا محمد یاري د وزارت د تخنیکی مشاور او حاجي عبدالقدیر عزام د تحول ډیجیټلي د رئیس په توګه د وزارت کارکوونکو ته ور وپيژندل شول.

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۹:۳۹
معرفی رییس تحول دیجیتالی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف‌رای په مشرۍ ناسته کې ښاغلی انجنیر عطا محمد یاري چې د الکټرونیکشن په برخه کې یې زده کړې کړي د وزارت په (اول) بست کې د تخنیکی مشاور او ښاغلی عبدالقدیر عزام چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړي او دم ګړۍ د دوکتورا برحال محصل هم دی د تحول ډیجیټلي د رئیس په توګه د یاد وزارت کار کوونکو ته معرفي او ور وپیژندل شول.
همدا راز دغې ناسته کې دواړو تازه ګمارل شویو مسلکي کسانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني څخه د دوی د ګمارنې په برخه کې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پوره اخلاص او د هغې باور له مخې چې یاد وزارت پرې کړی مخلصانه کار وکړي. 

معرفی رییس و مشاور وزارت مخابرات

په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف‌رای له دواړو ګمارل شویو هر یوه انجنیر عطا محمد یاري او عبدالقدیر عزام ته په کارونو کې د الله تعالی له لوري د توفیق غوښتنه وکړه او له دوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو وړتیاو څخه په استفادې خپل مسؤلیتونه د ګران هیواد د آبادۍ، ښیرازۍ او د ډیجیټلی تحول راوستلو په برخه کی په بشپړ صداقت، ایمانداری او اخلاص سر ته ورسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زابل ولايت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو د برابرولو په موخه د زابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۸
Background image

لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې په لومړي ځل د اټوما شرکت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه فعال شو

د اتوما مخابراتي شرکت یو سایټ چې ۲جي، ۳جي او ۴جي خدمتونه...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د پکتیکا ولایت کې د یو مخابراتي سایټ ظرفیت ۳جي ته لوړ شو

د اټوما مخابراتي شرکت د غوره او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پکتیکا ولایت په سروبي...

بېرته خبرونه ته