د ډومین نوم سیسټم(DNS) او DNSSEC روزنیز پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې جوړ شو
یاد پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو سیسټمونو امنیت ریاست او د (ICANN) د نومونو او شمیرو د ویش نړیواله ادارې لخوا په آنلاین ډول د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو (ISPs) ،د انټرنیټي فضا چمتو کونکي (Hosting Providers) شرکتونو او د دې وزارت د ولایتي ریاستونو یو شمیر مسئولینو په ګډون جوړ شوی و.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو سیسټمونو امنیت رئیس ښاغلي محمد حسیني وايي: د دې برنامې موخه د تخنیکي او معلوماتي ټکنالوجۍ کارمندانو وړتیا او پوهاوي لوړول دي ترڅو وکولی شي د سایبر بریدونو پروړاندې د معلوماتو سیسټمونو امنیت پیاوړی کړي.
د ICANN اداره د نومونو او شمیرو د ویش نړیواله اداره ده چې د افغانستان د ډومین اداره یا (.af) د دې ادارې غړیتوب لري او د غړو او مخ پر ودې هیوادونو لپاره په کال کې دا ډول روزنیز پروګرامونه په لاره اچوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې برنامې، وړیا زده کړې او پوهاوي چمتو کولو په خاطر د ICANN ادارې څخه مننه وکړه او د دې ډول پروګرامونو د دوام او پراختیا لپاره د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.