د ډومین نوم سیسټم‎(DNS) ‎‏ او ‏DNSSEC‏ روزنیز پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې جوړ شو

naweed_admin
Wed, Mar 10 2021 2:08 PM
برنامه آموزشی آنلاین

یاد پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو سیسټمونو امنیت ریاست او د (ICANN)‎ ‏ د نومونو او شمیرو د ویش نړیواله ادارې لخوا په آنلاین ډول د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو (ISPs)‎ ،‏د انټرنیټي فضا چمتو کونکي‎ (Hosting Providers) ‎شرکتونو او د دې وزارت د ولایتي ریاستونو یو شمیر مسئولینو په ګډون ‏جوړ شوی و‎.‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو سیسټمونو امنیت رئیس ښاغلي محمد حسیني وايي: د دې برنامې موخه د ‏تخنیکي او معلوماتي ټکنالوجۍ کارمندانو وړتیا او پوهاوي لوړول دي ترڅو وکولی شي د سایبر بریدونو پروړاندې د معلوماتو ‏سیسټمونو امنیت پیاوړی کړي‎.‎

د‎ ICANN ‎اداره د نومونو او شمیرو د ویش نړیواله اداره ده چې د افغانستان د ډومین اداره یا‎ (.af) ‎د دې ادارې غړیتوب لري او ‏د غړو او مخ پر ودې هیوادونو لپاره په کال کې دا ډول روزنیز پروګرامونه په لاره اچوي‎.‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دې برنامې، وړیا زده کړې او پوهاوي چمتو کولو په خاطر د ‏ ICANN‏ ادارې څخه ‏مننه وکړه او د دې ډول پروګرامونو د دوام او پراختیا لپاره د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه. ‏