د کابینې نویو وزیرانو د لوړې مراسم پرځای کړل

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۹:۵۶
مراسم تحلیف وزراء

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې هغو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړې وې، د پنجشنبه ماسپښین د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني پر وړاندې د لوړې مراسم پرځای کړل.

په دې مراسمو کې چې په سلامخانه ماڼۍ کې ترسره شول د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي وزیرانو ته د مبارکۍ پرمهال وویل، د چارو اداره ژمنه ده چې د همغږۍ او د عالي شوراګانو د اجنډاو، محتوا او د کابینې غونډو د لا موثریت او ګټورتوب په موخه به له دوی سره له نږدې کار وکړي.

مراسم تحلیف وزراء

د وزیرانو له لوړې وروسته جمهوررئیس هغوی ته د مبارکۍ پرمهال له ولسي جرګې څخه دغو وزیرانوته د باور رای ورکولو څخه مننه او هغوی ته په ورسپارل شویو مسوولیتونو کې د بریا هیله وکړه. هغه زیاته کړه، خلک منتظر دي چې ستاسو په توانا مټو، منسجم فکر او پاکو لاسونو د افغانستان اسلامي جمهوري نظام پیاوړی شي.

د هیواد جمهوررئیس دغو وزیرانو ته په خطاب کې وویل، له تاسو مې غوښتنه ډېره ساده ده، د اساسي قانون تطبیق. دا د اصولو قانون او ملي وثیقه ده او څومره یې چې عملي کړو، نو همغومره به د ولس باور زیات او په سیمه ییزه او بین المللي کچه د نظام مشروعیت لا لوړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته