د پوهنې اصلاحاتو په ملي سمپوزیم کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ګډون:

Author image
enayat_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵
وزیر

 

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې۱۶ نېټه، «د غوره اصلاحاتو- او پرمختللی معارف» تر شعار لاندې، د پوهنې وزارت په ملي سمپوزیم غونده کې ګډون وکړ.

دغه غونډه، د پوهنې وزارت مشرتابه هییت، یو شمېر لوړپوړو دولتی چارواکو او کابینې ځینو وزیرانو په ګډون، د پوهنې وزارت وظیفوی جوړښ بیا کتنې او څار په موخه جوړه شوې وه.

د غونډې په پیل کې، د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخی، د هیواد ښوونې او روزنې بهبود او معیاریتوب ته په اشارې سره وویل: «په دغه وزارت کې د کار له پیله څېړنو او ارزونو درې مهم لومړیتوبونه رامخته کړل.»

د هغه په وینا: « له تخصصي پلوه وازت پر یوه سالمه اداره بدلول، د وزارت جوړښتي برخه کې د اصلاح او سموونې تګلارې بشپړول او د اسنادو پلې کولو ډولونه، هغه درې سترې موخې دي چې د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي.»

په ورته وخت کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمی، په غونډه کې د جوړ شوي سمپوزیم د ارزښتونو په اړه خبري وکړې او زیاته یې کړه:« اړینه ده، څو ټولنې ته داسې زده کوونکې وړاندې کړو، چې له راتلونکې ډیجیټلي ټولنې سره توافق وکړای شي.»

ښاغلي هاشمی ټینګار وکړ: «په نیږدې راتلونکې کې به د هیواد په کچه شاوخوا زر ښوونځي انټرنیټ اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.»

بل خوا په دغه سمپوزیم کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون عمومي رییس محمد نادر نادري، په پوهنې وزارت کې د جوړښتي او وظیفوي اصلاحاتو په برخه کې د یاد کمیسیون له هر اړخیز ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

په غونده کې، د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیري سیما ثمر هم له حقوقي اړخه ټولو هیوادوالو ته د زده کړو اسانتیاوو برابرولو پر مکلفیت د ټینګار تر څنګ زیاته کړه،« دا ډول سمپوزیم جوړول د پوهنې پر برخه کې اغېزمنتیا او اصلاحاتو ته لاره هواوروي، چې مونږ یې هرکلی کوو.»

وزیر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته