د مخابراتو سرپرست وزیر: د پستي خدمتونو چټکتیا زمونږ له لومړیتوبونو څخه ده

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۴:۰
سرپرست و نامزد وزیر مخابرات: سریع سازی خدمات پُستی اولویت کاری ماست

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان پست او یورو پارسل شرکت تر مېڼځ د تړون لاسلیکولو پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وویل: «افغان پست ته زمونږ طرحه دا ده، چې غوره خوندیتوب، لوړ کیفیت، ټیټې بیي او لنډ وخت کې د لېږد رالېږد اسانتیاوې برابري کړي. د دې تر څنګ په ټول هیواد کې د پست خدمتونو دیجیتل کېدل زمونږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي.»
د مخابراتو سرپرست او نوماند وزیر همدا راز زیاته کړه: «هیله لرو افغان پست د سیمې په کچه یو له چټکو، پرمختللو او افغانانو له پاره پر مرستندویه بنسټونو بدل کړو، څو په نېږدې راتلونکې کې دغه اداره پر ټولو نړیوالو معیارونو سمبال خدمتونه وړاندې کړي.»
په ورته وخت کې د افغان پست رییس احمد وحید ویس وایي، د دغه تړون له لاسلیکولو سره به، د هیواد هرې څنډې ته د پست لېږلو خدمت وخت، له
۲۰ ورځو څخه ۳ ورځو ته راټیټ شي او هغه کسان چې له پست خدمتونو څخه ګټه اخلي، له دې وروسته کولای شي په انلاین بڼه د پست چارې وارزي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان پوسټ امارتي شرکت ترمنځ د څلورو ډیجیټلي نظامونو د جوړولو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د امارتي ادارو د چارو ډیجیټلي کول د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراختیا، د اداري پروسو د معیاري کولو او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

بېرته خبرونه ته