د هر Mb انټرنټ څخه باید خلکو ته حساب ورکول شي!
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د نوري فايبر او انټرنېټ د توزیع برخې څخه د لیدنې تر څنګ اړوندو مسؤولينو ته لارښوونه وکړه چې د انټرنټ خدماتو د عرضې په برخه کې دقیق و اوسي او حتی د خلکو د يوې افغانۍ په اندازه انټرنټ هم ضایع نه شي.
ښاغلي هاشمی زیاته کړه چې افغان ټېلې کام شرکت د انټرنټ د عرضه کوونکي په توګه باید د خلکو د هر Mb انټرنټ څخه حساب ورکړي او د انټرنټ د وېش مديریتي سیسټم په نړېوالو معيارونو برابر کړي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې هر پېرودونکي ته باید د اخیستل شوي انټرنټ اندازه پوره ورسېږي او په دې برخه کې يې له اړوندو مسؤولينو د تفصیلي راپور او د انټرنټ د وېش د اندازې د جدي ارزونې غوښتنه وکړه.