د مخابراتو وزارت غوره ښځينه کارکوونکې او د ICT سکټور لس غوره مېرمنې وستایل شوې

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۵ - ۱۵:۲۰
کارمندان شایسته طبقه اناث وزارت مخابرات و ده زنان برتر در سکتور ICT تقدیر شدند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د ښځو نړيواله ورځ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښځينه کارکوونکو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د فعالو مېرمنو په حضور کې ونمانځله.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي ددغه غونډې په ترڅ کې وویل چې مېرمنو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د نارينه و تر څنګ خپل اساسي رول ادا کړی او دا زموږ مسؤوليت دی چې په دې سکټور کې د مېرمنو ونډه زیاته کړو، کاري فرصتونه ورته برابر کړو او په دې سکټور کې يې له وړتياو ګټه پورته کړو.

د ښاغلي آريوبي په خبره د مخابراتو وزارت په دې برخه کې پراخه پروګرامونه په پام کې لري او په نږدې راتلونکي کې به د کار زده کړې پروګرامونه جوړ کړي چې پنځوس سلنه به يې مېرمنو ته ځانګړي شوي وي.

د مخابراتو وزیر همدا شان زیاته کړه چې ددې تر څنګ يې د ديجيټل کاسا پروژه کې د ICT سکټور د مېرمنو د ظرفيت لوړونې لپاره یوه ځانګړې برخه په پام کې نېولې.

د پروګرام په پای کې محترم شهزاد آريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ښځينه کارکوونکو ته ستاينلیکونه ورکړل او تر څنګ مو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور لس تنه غوره مېرمنو ته افتخاري اوارډونه اهداء کړل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته