په افغانستان کې د MTN شرکت د نوي اجرائيه رئیس سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۷ - ۱۳:۴۹
دیدار با رییس اجرائیوی جدید شرکت مخابراتی MTN در افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د MTN مخابراتي شرکت د نوي اجرائيه رئیس محترم عباد رضا او همکارانو سره يې ولیدل.

په دې لیدنه کې محترم آريوبي ښاغلي عباد رضا ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې ددغه شرکت د فعالیتونو او نويو پروګرامونو له کبله مننه وکړه او ددغه شرکت د مخابراتي خدماتو د پراختيا، د مخابراتي او انټرنيټي خدماتو د کېفيت په اړه يې هر اړخيزې خبرې وکړې.

محترم شهزاد آريوبي همدا شان د MTN مخابراتي شرکت د خدماتو کېفيت په اړه د خلکو ستونزې شريکې کړې، ددغه شرکت مسؤولينو ژمنه وکړه چې د تېر په څېر غوره خدماتو او فعالیتونو ته ژمن دي او د خپلو خدماتو لپاره يې پراختيايي پلان په نظر کې نيولی چې د غوره مخابراتي خدماتو تر څنګ د انټرنيټي خدماتو په برخه کې هم په عصري ټکنالوجۍ سمبال خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته