د مخابراتو وزارت، د هېواد د ټرافيکو سيسټم الکټرونيکي کوي

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۸/۲۰ - ۸:۴۲
وزارت مخابرات؛ سیستم ترافیک کشور را الکترونیکی می سازد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اسان خدمت اداره عامه خدماتو د پروسو ساده کولو او الکټرونيکي کولو په لړ کې دا ځل د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو ادارې په همکارۍ غواړي، د نقليه وسایلو د اسنادو د ثبت، جواز سیر او موټر چلونې جواز(لایسنس) دسیسټم جوړولو سره د هېواد د ټرافيکو سیسټم الکټرونيکي او شفاف کړي.

د نوي سيسټم سره د نقليه وسایطو لرونکو او موټر چلوونکو ته زمينه برابروي چې په اسانۍ او ډېر ژر د نړېوالو معیارونو سره سم د موټر چلونې جواز( لایسنس) او د موټر جواز سیر تر لاسه کړي. له بله پلوه دغه سيسټم کولی شي، په ټوليز ډول د ټرافيکو سيسټم کې اساسي رول ولوبوي.

پر دې سربېره ددې سيسټم بله خوبي، په واټونو باندې د ځېرکو کېمرو لګول دي چې د نقليه وسایطو د نمبر پلیټ د لوستلو وړتيا لري او په اسانۍ سره کولی شي، نقليه وسایط وڅاري.

په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې، د کورنيو چارو د ټرافيکو ادارې عمومي رئیس او تخنيکي ټيم، د GTR ادارې استازو، د افغان ملي بيمې استازو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ عمومي ریاست او کابل ښاروالۍ استازو په ګډون جلسه تر سره شوه چې د سيسټم د تخنيکي او حقوقي برخو او د پروسو د ساده کولو په اړه يې هر اړخيز بحث وکړ.

د GTR شرکت د ياد سيسټم د جوړولو د چارې مسؤوليت په غاړه لري او په نږدې راتلونکي کې به دغه سيسټم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

پنجشیر ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازي له لوري د یاد ولایت درې ولسوالۍ کې د شته مخابراتی شرکتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

دایکنډي ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې ۳ سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنی وشوی چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

پکتیا ولایت لجه منګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یو مخابراتى سایټ ظرفیت لوړ شو

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت سلام شبکې په ګډو هڅو...

بېرته خبرونه ته