د ډارک فیبر د قیمتونو د ټیټوالي په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلان د اقتصادي عالي شورا غونډې ته وړاندې شو

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۲/۴ - ۵:۳
asds

د روان 1397 کال د ثور د میاشتې په 4 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د ډارک فیبر د قیمتونو د ټیټوالي د طرحې په تړاو معلومات د اقتصاد عالي شورا غونډې ته چې د جلالتمآب جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه وړاندې کړل
په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته د ډارکفایبر وړاندیز شوې بیې تائید شوې، جمهوررئیس په دې اړه وویل، د ډارکفایبر د بیو د کموالي په برخه کې دې یو واضح میکانیزم جوړ او د تدارکاتو ملي ادارې د معیارونو په پام کې نیولو سره دې د قرارداد یو موډل هم جوړ شي.
غونډې دغه راز پریکړه وکړه چې د جمهوررئیس، د جمهوررئیس د دویم مرستیال، دغه راز د اجرائیه رئیس او مخابراتي شرکتونو د استازو په ګډه غونډه کې به د مخابراتي شرکتونو د تمدیدي فیس د ټاکلو وروستی تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

بېرته خبرونه ته