د افغانستان د اساسی قانون د تصویب اتمه کلیزه د یوي غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې ولمانځل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د اساسی قانون د تصویب د اتمې کلیزې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په خونه کې  د ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالی او اداری مرستیال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت،  د اساسی قانون پرتطبیق د څارنې  خپلواک کمیسیون استازي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو او د رسنیو استازو په ګډون ولمانځل شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړکتون  ماشومانو لخوا  د ملی ترانې په لوستلو سره پیل شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د اساسی قانون اتمه کلیزه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو او د افغانستان ټولومتدینو خلکوته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: اساسی قانون یوه ملی وثیقه ده چې د نورو قوانینو مور بلل کیږي.

اساسی قانون په ۱۳۸۲ هجری لمریز کال د لیندۍ له ۲۲ می  نيټي څخه د مرغومې تر ۱۴می  نیټې پورې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب او وروسته د افغانستان د جمهور رئیس له خوا توشیح شو.

اساسی قانون  د قوانینو بنسټ بلل کیږي او نور قوانین د  نوموړي قانون په رڼا کې جوړیږی  لکه د دولت درې ګونې قواؤ (مقننه ، قضائیه او اجرائیه) قوانین او دغه شان د ذکرشویو قواؤ د قوانینو ترمنځ باید تفکیک وشي.

هیڅ ټولنه نشي کولاي چې د اساسی  قانون د عملی کیدو څخه پرته یوه پرمختللی او عصري ټولنه رامنځ ته کړي ترڅو  د تمدن او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږي.

د افغانستان ټول خلک باید داساسی قانون څخه یوه نسخه ولري او ذکرشوی قانون پرځان تطبیق کړي.

د اساسی قانون په رڼا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ دمخابراتی خدمتونو د تنظيم قانون جوړ شو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د مخابراتی خدمتونو قانون په ښه توګه په نوموړي وزارت کې پلې کړی دی او دغه شان د پستی خدمتونو قانون  به هم ډیر ژر تنظیم او ترتیب شي . همدارنګه د اساسی قانون په رڼا کې د ملکی خدمتونو قانون هم په ښه توګه جوړشوی دی.

د هيواد  د هر وګړي ځانګړي اجرأت ډیر اړين  بلل کیږي نو له دي امله دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ټولو کارکوونکو څخه هیله کیږي چې د قانون د تطبیق په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

وروسته بیا د اساسی قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون استازي ښاغلی تیمورشاه د نوموړي کمیسیون په استازیتوب د کمیسیون پیغام حاضرینو ته ولوست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبری هیئت څخه یې مننه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د تالار ګډون کوونکو په خپل وار سره لازمي ویناوي وکړي او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته