د افغانستان د اساسی قانون د تصویب اتمه کلیزه د یوي غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې ولمانځل شوه
د اساسی قانون د تصویب د اتمې کلیزې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د غونډو په خونه کې د ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالی او اداری مرستیال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هیئت، د اساسی قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون استازي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو او د رسنیو استازو په ګډون ولمانځل شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړکتون ماشومانو لخوا د ملی ترانې په لوستلو سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د اساسی قانون اتمه کلیزه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکوونکو او د افغانستان ټولومتدینو خلکوته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: اساسی قانون یوه ملی وثیقه ده چې د نورو قوانینو مور بلل کیږي.
اساسی قانون په ۱۳۸۲ هجری لمریز کال د لیندۍ له ۲۲ می نيټي څخه د مرغومې تر ۱۴می نیټې پورې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب او وروسته د افغانستان د جمهور رئیس له خوا توشیح شو.
اساسی قانون د قوانینو بنسټ بلل کیږي او نور قوانین د نوموړي قانون په رڼا کې جوړیږی لکه د دولت درې ګونې قواؤ (مقننه ، قضائیه او اجرائیه) قوانین او دغه شان د ذکرشویو قواؤ د قوانینو ترمنځ باید تفکیک وشي.
هیڅ ټولنه نشي کولاي چې د اساسی قانون د عملی کیدو څخه پرته یوه پرمختللی او عصري ټولنه رامنځ ته کړي ترڅو د تمدن او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږي.
د افغانستان ټول خلک باید داساسی قانون څخه یوه نسخه ولري او ذکرشوی قانون پرځان تطبیق کړي.
د اساسی قانون په رڼا کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ دمخابراتی خدمتونو د تنظيم قانون جوړ شو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د مخابراتی خدمتونو قانون په ښه توګه په نوموړي وزارت کې پلې کړی دی او دغه شان د پستی خدمتونو قانون به هم ډیر ژر تنظیم او ترتیب شي . همدارنګه د اساسی قانون په رڼا کې د ملکی خدمتونو قانون هم په ښه توګه جوړشوی دی.
د هيواد د هر وګړي ځانګړي اجرأت ډیر اړين بلل کیږي نو له دي امله دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ټولو کارکوونکو څخه هیله کیږي چې د قانون د تطبیق په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
وروسته بیا د اساسی قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمیسیون استازي ښاغلی تیمورشاه د نوموړي کمیسیون په استازیتوب د کمیسیون پیغام حاضرینو ته ولوست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبری هیئت څخه یې مننه وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د تالار ګډون کوونکو په خپل وار سره لازمي ویناوي وکړي او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.