کوښښ کوو نوښتونه را منځته او بيروکراسي را کمه کړو

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۵:۲
کوشش می کنیم نوآوری را به میان آورده و بیروکراسی را کاهش دهیم

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي د رسنیو له مسولینو سره په مشورتي ناسته کې وعده وکړه چې د مخابراتو په ډګر کې به جوت مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
ښاغلي هاشمي په ټوله کې د دې وزارت کړنې اهداف او لاسته راوړنې د ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې. هغه په ځانکړې توګه د آسان خدمت ادارې له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دې ادارې فعالیتونه به پراخ کړي
بل خوا د رسنیو استازو خپلې نظریې، نیوکې، وړاندیزونه او پوښتنې د وزارت له رهبرۍ سره د اصلاحاتو په موخه شریکې کړلې. د وزارت رهبرۍ ژمنه وکړه چې په ټوله کې به دا وزارت له رسنیو سره همکار پاتې شي او لا زیاتو آسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره به ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته