کوښښ کوو نوښتونه را منځته او بيروکراسي را کمه کړو
![کوشش می کنیم نوآوری را به میان آورده و بیروکراسی را کاهش دهیم](/sites/default/files/2019-07/67024952_2119791808318035_4213703748800741376_n.jpg)
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي د رسنیو له مسولینو سره په مشورتي ناسته کې وعده وکړه چې د مخابراتو په ډګر کې به جوت مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
ښاغلي هاشمي په ټوله کې د دې وزارت کړنې اهداف او لاسته راوړنې د ناستې له ګډونوالو سره شریکې کړې. هغه په ځانکړې توګه د آسان خدمت ادارې له فعالیتونو څخه ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دې ادارې فعالیتونه به پراخ کړي.
بل خوا د رسنیو استازو خپلې نظریې، نیوکې، وړاندیزونه او پوښتنې د وزارت له رهبرۍ سره د اصلاحاتو په موخه شریکې کړلې. د وزارت رهبرۍ ژمنه وکړه چې په ټوله کې به دا وزارت له رسنیو سره همکار پاتې شي او لا زیاتو آسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره به ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.