کنړ ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لسمې پروژې عملي چارې پيل شؤې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۴۸
ریاست مخابرات ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات د پلان له مخې کنړ ولايت کې د دغه وزارت د اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام مخابراتي شبکې ۲۳ سايټونو له جملې څخه چې د سروې چارې یې پخوا بشپړې شوې وې د ۴ سایټونو د جوړولو چارې پيل شوې. 

د یادو سایټونو د عملي چارو په بشپړیدو سره به د کنړ ولایت اړوندو سیمو اوسیدونکي د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې لوړ کیفیت لرونکي مخابراتی او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې به خپلې ستونزې حل کړي.

د یادولو وړ ده د کنړ ولایت اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د مخابراتو وزارت د هڅو قدردانی کؤي او د محرومو ساحو د پوښښ په موخه د دغه اقدام ستاینه کؤي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د هېواد کې د مخابراتي سایټونو کیفیت لوړولو په موخه د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ اړونده سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پینځه مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې...

بېرته خبرونه ته