کنړ ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لسمې پروژې عملي چارې پيل شؤې

naweed_admin
Thu, Jul 11 2024 11:48 AM
ریاست مخابرات ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات د پلان له مخې کنړ ولايت کې د دغه وزارت د اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام مخابراتي شبکې ۲۳ سايټونو له جملې څخه چې د سروې چارې یې پخوا بشپړې شوې وې د ۴ سایټونو د جوړولو چارې پيل شوې. 

د یادو سایټونو د عملي چارو په بشپړیدو سره به د کنړ ولایت اړوندو سیمو اوسیدونکي د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې لوړ کیفیت لرونکي مخابراتی او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې به خپلې ستونزې حل کړي.

د یادولو وړ ده د کنړ ولایت اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د مخابراتو وزارت د هڅو قدردانی کؤي او د محرومو ساحو د پوښښ په موخه د دغه اقدام ستاینه کؤي.