کابل کې د قزاقستان سفیر د یوه هیئت په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر سره د هغه په دفتر کې لیدنه وکړه.

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۱
دیدار سفیر قزاقستان با وزیر مخابرات

افغانستان کې د قزاقستان اسلامي جمهوریت سرپرست سفیر ښاغلي بختیار سرسینبای د یوه پلاوي په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني سره د مخابراتي خدمتونو د ودې په برخه کې خبرې وکړې.

پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او قزاقستان یې د سیمې یو مهم هېواد چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې اقتصادي راکړه ورکړه لري مهم هېواد یاد کړ.

همدا راز د قزاقستان هېواد سرپرست سفیر افغانستان سره په مخابراتي برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې قزاقستان، افغانستان سره د ښو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی د ښاغلي شارژدافیر په وینا قزاقستان د معتبرو مخابراتي شرکتونو درلودونکی دی او کولای شي افغانستان سره مخابراتي برخو کې مرسته وکړي.

سرپرست سفارت قزاقستان در افغانستان

راغلي پلاوي څرګنده کړه چې د قزاقستان هېواد مخابراتي شرکتونه چمتو دي څو افغان انجنیران په مخابراتي برخه کې وروزي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

یادې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان ټلیکام رئیس ښاغلي علي احمد سامند له راغلي پلاوي وغوښتل چې دوی دې هڅه وکړي څو یاد هېواد افغانستان ته په کمه بیه انټرنېټ وارد او افغان مسلکي انجنیران د (FTTH) په برخه کې یا فایبر تر هر کوره چې یوه مهمه او حیاتي پروژه ده وروزي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

راغلي پلاوي ډاډ څرګند کړ چې د قزاقستان له مربوطه برخو سره به اړیکه نیسي څو په یادو مواردو کې مرسته وکړي.

پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني د افغانستان اوسني شرایط او جیواکانمیک موقعیت د امنیت د شتون او د خنډونو د نشتون په برخه کې د پانګونې لپاره مساعد یاد کړل او د افغانستان جغرافیه یې د انټرنیټ د ټرافیک په برخه کې په خاص ډول د جنوبي او منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره غوره موقعیت یاد کړ چې کولای شي له دې لارې یوبل سره وصل شي او د هېوادونو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره ښه اقتصادي راشه درشه ولري.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسلکي او تخنیکي معین ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای هم ګډون درلود چې راغلي پلاوي ته یې د وزارت ټولې برخې په تفصیلي ډول تشرېح کړې.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۴۵
Background image

د پکتیکا ولایت په مرکز کې د روشن مخابرتي شرکت د یوه سایټ انټرنیټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز ښرنې ښارکې د یوه سایټ انټرنیټي خدمتونه ۴جي...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۳۰
Background image

د زابل ولایت بالا حصار سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې ۳جي انټرنیټي خدمتونه پیل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پاملرنې پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

خوست ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د ام ټي ان، افغان بيسيم، سلام، روشن او اتصالات مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو له نمايندګيو څخه د سیمکارتونو...

بېرته خبرونه ته