په ننګرهار ولایت کی د پاسپورتونو د توزیع لپاره د نوی تعمیر پرانیسته وشوه
په ۱۳۹۷/۹/۲۱ نیټه د ننګرهار ولایت د پاسپورتونو د ویشلو نوی ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله آغلې حبیبه کاکړ، د ننګرهار د مخاراتو ریس ښاغلی عبدالرازق ثاقب ، د قومندانی پاسپورت برخی مدیر ، د افغان ټیلیکام زون مسئول، داترا اداری د زون مسئول او نور میلمانه ګډون درلود.
د دې ودانۍ څخه په ګټې اخیستنې سره به د ننګرهار ولایت ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او کولی شی چې په اسانه توګه د ذکرشوی ادرس څخه خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي. دننګرهارولایت اوسیدونکی د پاسپورتونو په اړه د معلوماتو لپاره ۰۶۰۲۰۰۰۰۲۴ شمیری سره تماس ونیسی.
د یادونې وړ ده چې تراوسمهاله پوری د پاسپورتونو د توزیع درکه (۵۶۵۳۴۵۰۰) افغانی عواید ترلاسه شوي دي.