په ننګرهار ولایت کی د پاسپورتونو د توزیع لپاره د نوی تعمیر پرانیسته وشوه

Author image
Alireza Khaliqyar
Wed, Dec 12 2018 4:07 PM
په ننګرهار ولایت کی د پاسپورتونو د توزیع لپاره د نوی تعمیر پرانیسته وشوه

په ۱۳۹۷/۹/۲۱ نیټه د ننګرهار ولایت د پاسپورتونو د ویشلو نوی ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

په یاده غونډه کې د ننګرهار ولایت د ټولنیزو چارو مرستیاله آغلې حبیبه کاکړ، د ننګرهار د مخاراتو ریس ښاغلی عبدالرازق ثاقب ، د قومندانی پاسپورت برخی مدیر ، د افغان ټیلیکام زون مسئول، داترا اداری د زون مسئول  او نور میلمانه ګډون درلود.

د دې ودانۍ څخه په ګټې اخیستنې سره به  د ننګرهار ولایت ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او کولی شی چې په اسانه توګه د ذکرشوی ادرس څخه خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي. دننګرهارولایت اوسیدونکی د پاسپورتونو په اړه د معلوماتو لپاره ۰۶۰۲۰۰۰۰۲۴ شمیری سره تماس ونیسی.

 د یادونې وړ ده چې تراوسمهاله پوری د پاسپورتونو د توزیع درکه (۵۶۵۳۴۵۰۰) افغانی عواید ترلاسه شوي دي.