په مخابراتو وزارت کې د اساسي قانون د تصویب ۱۵ مه کلیزه ولمانځل شوه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۸ - ۱۶:۴۵
تجلیل از هفته ملی تصویب قانون اساسی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه او کارکوونکو سره یو ځای د افغانستان د اساسي قانون د تصویب ۱۵ مه کلیزه ونمانځله.
اساسي قانون د هېواد ټولو وګړو لپاره ملي وثیقه ده او ټول یې په تعقیبولو مکلف دي.
محترم آريوبي په خپله وینا کې د ناستې ټولو ګډونوالو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کار کوونکو ته د اساسي قانون د تصویب د
۱۵ کلیزې مبارکۍ وویله او د وزارت د مقرراتو او لواېحو په تطبیق مو ټېنګار وکړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتو په چارو کې د قانون تطبیق ته ژمن دی او د قانون سره سم خپلې چارې پر مخ بیایي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ICT سکټور پالیسي جوړونکی وزارت دی خپل ټول کارکوونکو مکلف بولي چې د پالیسیو او استراتیژیو په جوړیدو او طرح کې د اساسي قانون ټول مواد په نظر کی ونیسي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته