په اداري اصلاحاتو او ښې حکومتولي په چارو کې د جمهور رییس ځانګړي استازي ښاغلي احمدضیا مسعود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه لیدنه وکړه
د روان ۱۳۹۳ کال د جدی میاشتې په ۲۸ مه نیټه په اصلاحاتو او ښې حکومتولي په چارو کې د جمهور رییس ځانګړي استازی ښاغلي احمد ضیا مسعود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له چارواکو او مامورینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه وکتل.
په دغه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام لومړی د جمهور رییس استازي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
په یاده غونډه کې د مخابراتو وزارت سرپرست ښاغلي حسام په تیرو ۱۳ کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو په هکله لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل: چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وکولای شول چې د کارنده پالیسی په عملي کولو سره ، د هیواد مخابراتي بنسټونه د نه شتون له حالت څخه یوې داسې کچې ته ورسوي چې نن د افغانستان ۹۵٪ وګړي د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي او د شفاف او سالم رقابتي چاپیریال په را منځ ته کولو سره مخابراتی او انټرنټي خدمتونو ته د پراخ لاسرسۍ او ټیټو بیو درلودونکي دي. په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د چټکې ودې او د ښې حکومتدارۍ له امله د۲۰۱۱م کال نړیواله جایزه چې یو لوی ملی ویاړ دی، دGSM نړیوالې ټولنې له خوا د یو کانفرانس په ترڅ کې چې د هسپانیا په هیواد کې جوړه شوی وه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت تر لاسه کړه.
هغه زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښه مشرتابه په لرلو او د معقولې ستراتیژۍ او ښه پلانونو په جوړولو سره د هیواد د اقتصادي ودې په لور د یوه مهم ګذار لپاره شرایط برابر کړل. نن ورځ د مخابراتو په برخه کې تر دوه ملیارده ډالرو زیاته پانګونه شویده، تر دوه سوه زرو زیات وګړي د مخابراتو په برخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دندو بوخت دي، د مخابراتو وزارت کلني عواید دولت ته له ۲۰۰ ملیونو ډالرو اوړي، له (۲۲) ملیونو څخه زیات د هیواد وګړي له ګرځنده تلیفوني خدمتونو څخه ګټه اخلي ، د نوري فایبر پروژې د پلي کولو کار د بشپړیدو په حال کې دی چې لدې سره په هیواد کې دمخابراتي او انټرنټي خدمتونه پراختیا موندلي او بیې راټیتې شوي دي. د هیواد (۲۴) ولایتونه د یو بل سره نښلول شويدي او په پاتې نورو ولایتونو کې کار جریان لري. ډیجیټلي تلویزیوني سیستم په کار اچول شوی، اوسمهال زمونږ ګران هیواد د فضایی سپوږمکۍ درلودونکۍ دی، په هیواد کې د بریښنایي تذکرو طرح ، ډیزاین او تخنیکي چارې بشپړې شوي دي. د وزارتونو، خپلواکو ادارو او د ولایتونو لپاره ویب پاڼې جوړې شويدي تر څو په خپله ټولنه کې نوښتونه ولرو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د زده کوونکو او ځوان نسل لپاره نوې پروګرامونه د پوهنتونونو له پاره په پام کې لري.
وروسته د مخابراتو وزارت او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د مالي، اداري او بشري سرچینو د فعالیتونو په برخه کې خپل پرزینټیشن وړاندې کړ.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د IT مرستیال ښاغلي ایمل مرجان د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپل رپورټ وړاندې کړ او همداراز د اترا ادارې د بورډ غړی ښاغلي خیرمحمد فیضي او د افغان ټلیکام شرکت رییس ښاغلي ګل احمد راستمن په وار سره خپل پرزینټیشنونه وړاندې کړل.
په پای کې د افغانستان د جمهور رییس ځانګړي استازي ښاغلي مسعود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه مننه وکړه. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: چې د اصلاحات او ښه حکومتولي د هیواد په اوسنيو شرایطو کې یو له ډیرو مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي.
ښاغلي مسعود وویل: چې له بده مرغه اوس هم په هیواد کې یو شمیر وروسته پاتي ادارې شتون لري چې د وروسته پاتې کاري پروسیجرونو څخه کار اخلي چې د فساد لامل ګرځي.
ښاغلي احمد ضیا مسعود زیاته کړه: مونږ پدې باور یو په داسې حال کې چې په هیواد کې نوی حکومت رامنځته شوی دی ژور اداري اصلاحات اړین دي ترڅو وکولای شو هیوادوالو ته لازم او د پام وړ خدمتونه وړاندې کړو او د فساد پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړو چې تر ټولو ښه لاره یې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې سره الکټرونیکي حکومتولی رامنځته کول دی.
ښاغلي مسعود زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري اصلاحاتو او ښه حکومتولي او په اقتصادي برخو کې کولای شي مهم رول ولوبوي او د IT له لارې کولای شي چې د اصلاحاتو په برخه کې ستر انقلاب رامنځته کړي.
په پای کې د جمهور رییس استازي د معلوماتو ډیټا سنټر او افغان ټلیکام څخه هم لیدنه وکړه.