په اداري اصلاحاتو او ښې حکومتولي په چارو کې د جمهور رییس ځانګړي استازي ښاغلي احمدضیا مسعود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه لیدنه وکړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۳ کال د جدی میاشتې په ۲۸ مه نیټه په اصلاحاتو او ښې حکومتولي په چارو کې د  جمهور رییس ځانګړي استازی ښاغلي احمد ضیا مسعود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له چارواکو او مامورینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه وکتل.

په دغه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال ښاغلي بریالي حسام لومړی د جمهور رییس استازي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.

په یاده غونډه کې د مخابراتو وزارت سرپرست ښاغلي حسام په تیرو ۱۳ کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو په هکله لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل: چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وکولای شول چې د کارنده پالیسی په عملي کولو سره ، د هیواد مخابراتي بنسټونه د نه شتون له حالت څخه یوې داسې کچې ته ورسوي چې نن د افغانستان ۹۵٪ وګړي د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي او د شفاف او سالم رقابتي چاپیریال په را منځ ته کولو سره مخابراتی او انټرنټي خدمتونو ته د پراخ لاسرسۍ او ټیټو بیو درلودونکي دي. په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د چټکې ودې او د ښې حکومتدارۍ له امله د۲۰۱۱م کال نړیواله جایزه چې یو لوی ملی ویاړ دی، دGSM نړیوالې ټولنې له خوا  د یو کانفرانس په ترڅ کې چې د هسپانیا په هیواد کې جوړه شوی وه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت  تر لاسه کړه.

هغه زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښه مشرتابه په لرلو او د معقولې ستراتیژۍ او ښه پلانونو په جوړولو سره د هیواد د اقتصادي ودې په لور د یوه مهم ګذار لپاره شرایط برابر کړل. نن ورځ د مخابراتو په برخه کې تر دوه ملیارده ډالرو زیاته پانګونه شویده، تر دوه سوه زرو زیات وګړي د مخابراتو په برخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دندو بوخت دي، د مخابراتو وزارت کلني عواید دولت ته له ۲۰۰ ملیونو ډالرو اوړي، له (۲۲) ملیونو څخه زیات د هیواد وګړي له ګرځنده تلیفوني خدمتونو څخه ګټه اخلي ، د نوري فایبر پروژې د پلي کولو  کار د بشپړیدو په حال کې دی چې لدې سره په  هیواد کې دمخابراتي او انټرنټي خدمتونه پراختیا موندلي او بیې راټیتې شوي دي. د هیواد (۲۴) ولایتونه د یو بل سره نښلول شويدي او په پاتې نورو ولایتونو کې کار جریان لري. ډیجیټلي تلویزیوني سیستم په کار اچول شوی، اوسمهال زمونږ ګران هیواد د فضایی سپوږمکۍ درلودونکۍ دی، په هیواد کې د بریښنایي تذکرو طرح ، ډیزاین او تخنیکي چارې بشپړې شوي دي. د وزارتونو، خپلواکو ادارو او د ولایتونو لپاره ویب پاڼې جوړې شويدي تر څو په خپله ټولنه کې نوښتونه ولرو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د زده کوونکو او ځوان نسل لپاره نوې پروګرامونه د پوهنتونونو له پاره په پام کې لري.

 وروسته د مخابراتو وزارت او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د مالي، اداري او بشري سرچینو د فعالیتونو په برخه کې خپل پرزینټیشن وړاندې کړ.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د IT مرستیال ښاغلي ایمل مرجان د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپل رپورټ وړاندې کړ او همداراز د اترا ادارې د بورډ غړی ښاغلي خیرمحمد فیضي او د افغان ټلیکام شرکت رییس ښاغلي ګل احمد راستمن په وار سره خپل پرزینټیشنونه وړاندې کړل.

په پای کې د افغانستان د جمهور رییس ځانګړي استازي ښاغلي مسعود د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو او لاسته راوړنو څخه مننه وکړه. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: چې د اصلاحات او ښه حکومتولي د هیواد په  اوسنيو شرایطو کې یو له ډیرو مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي.

ښاغلي مسعود وویل: چې له بده مرغه اوس هم په هیواد کې یو شمیر وروسته پاتي ادارې شتون لري چې د وروسته پاتې کاري پروسیجرونو څخه کار اخلي چې د فساد لامل ګرځي.

ښاغلي احمد ضیا مسعود زیاته کړه: مونږ پدې باور یو په داسې حال کې چې په هیواد کې نوی حکومت رامنځته شوی دی ژور اداري اصلاحات اړین دي ترڅو وکولای شو هیوادوالو ته لازم او د پام وړ خدمتونه وړاندې کړو او د فساد پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړو چې تر ټولو ښه لاره یې د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې سره الکټرونیکي حکومتولی رامنځته کول دی.

 ښاغلي مسعود زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري اصلاحاتو او ښه حکومتولي او په اقتصادي  برخو کې کولای شي مهم رول ولوبوي او د IT له لارې کولای شي چې د اصلاحاتو په برخه کې ستر انقلاب رامنځته کړي.

په پای کې د جمهور رییس استازي د معلوماتو ډیټا سنټر او افغان ټلیکام څخه هم لیدنه وکړه.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

بازدید وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی از شماری پروژه‌های ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی

محترم الحاج مولوی حمدالله نعمانی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی همراه با محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری،  از یک تعداد پروژه‌های ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

نظارت از فعالیت مخابراتی شرکت روشن در مرکز ولسوالی بهسود ولایت میدان وردک

ریاست مخابرات و تکنالوژی ولایت میدان وردک همراه با تیم تخنیکی از خدمات مخابراتی چهار سایت شرکت روشن که در مناطق (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان وکوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

از کار ساختمانی یک سایت مخابراتی در ولسوالی سیغان ولایت بامیان نظارت بعمل آمد

به ادامه فراهم نمودن خدمات مخابراتی به مناطق محروم کشور، کار ساختمانی یک سایت مخابراتی شبکهٔ سلام شرکت افغان تیلی‌کام که از طریق پروژه دهم تی دی اف...

بازگشت به خبر