هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ جوړولو په موخه سروې تر سره شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د هلمند ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړی ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو برابرولو په موخه د اتصالات شرکت مخابراتي او انټرنټي سایټ جوړولو سروې ترسره شوه.
د یادونې وړ ده دغه سایټ د ټی ډی اف پروژی په مرسته جوړیږی چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادې سیمې محترمو اوسیدونکو ته به مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.