هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ جوړولو په موخه سروې تر سره شوه

naweed_admin
Thu, Oct 31 2024 12:16 PM
مخابرات ولایت هلمند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د هلمند ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړی ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د مخابراتي او انټرنيټي چوپړتیاوو برابرولو په موخه د اتصالات شرکت مخابراتي او انټرنټي سایټ جوړولو سروې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده دغه سایټ د ټی ډی اف پروژی په مرسته جوړیږی چې  ډېر ژر به یې عملي چارې  پیل شي او له جوړیدو وروسته به د یادې سیمې محترمو اوسیدونکو ته به مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.