خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
ولایت خوست افغانستان

د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په توطاق سیمه کې د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم ترسره شوه.

د یادو سایټونو په جوړېدو او فعالېدو سره به په دواړو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پوښښ پراخ او کیفیت به یې ښه شي، چې ورسره به د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزې تر یوه بریده حل شي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، د یادو سایټونو د جوړولو او فعالولو چارې له نږدې څاري، څو د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري او باکیفیته مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
Background image

خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۱۰
Background image

د نګین رسان چټک پوستي خدمتونو شرکت ته د فعالیت جواز ورکړل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په مشرۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۶
Background image

د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د سیغان ولسوالۍ سربیره د شیبر ولسوالۍ دهن باغک او ایمنداب سیمې او شکاري دَرې لویې لارې په مسیر کې د سیمې اوسېدونکو او مسافرو لپاره به هم د مخابراتي اړیکو په برخه کې...

بېرته خبرونه ته