هرات کې له ایرانه بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي چوپړ چمتو شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۱
ولایت هرات افغانستان

د هرات ولایت اسلام کلا پنډغالي کې له ایران هېواد څخه افغانستان ته د هېوادوالو د بیرته راګرځېدو په موخه د ۵ مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې او د مخابراتي چوپړ په موخه یې په فعالیت پیل وکړ.

په دغو استازولیو کې مهاجرینو ته په وړیا ډول سیمکارټ ورکول کېږي چې د وړیا دقیقو سربیره وړیا انټرنټ هم لري.

دا آسانتیاوې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) له لوري بیرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د مخابراتي ستونزو د حل او له مخابراتي آسانیتاو د ګټې اخیستنې په موخه چمتو شوي څو وکولای شي پر وخت خپلې مخابراتي ستونزې حل او په آسانه ډول د ۵ مخابراتي شبکو سیمکارټونه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده اوس مهال یاد سیمکارټونه په استثنايي ډول د مهاجرت په اسنادو ویشل کېږي چې ۴ میاشتې به فعاله وي تر هغې وروسته د سیمکارټ درلودونکی اړ دی څو خپل سیمکارټ د اټرا د طرزالعمل مطابق ثبت او راجسټر کړي چې د نه راجسټر کېدو په صورت کې به غیر فعاله کېږي.

هرات ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وخت په وخت د اسلام کلا پنډغالي کې د مخابراتي شرکتونو د استازولیو او خدماتو څارنه کوي او هڅه کوي څو د بیرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د مکالمې او انټرنټ په برخه کې شته ستونزې حل او غوره آسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۵۵
Background image

دایکنډي ولایت اشترلۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۱
Background image

هرات کې له ایرانه بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي چوپړ چمتو شو

په دغو استازولیو کې مهاجرینو ته په وړیا ډول سیمکارټ ورکول کېږي چې د وړیا دقیقو سربیره...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۶
Background image

د لوګر ولایت محرومو سیمو کې د ۱۶ مخابراتي سایټونو د نصب سروې ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په موخه د مخابراتي چوپړ د پراختیا په دوام د لوګر ولایت د مرکز په شمول یو شمېر...

بېرته خبرونه ته