هرات ولایت ته، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر سفر.

ashiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۵:۴۱
سفر سرپرست وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی به ولایت هرات

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن سه شنبه د وږي میاشتې پنځمه نېټه د یوه پلاوې په مشرۍ هرات ولایت ته ورسېد.
ښاغلي هاشمي د دغه سفر په ترڅ کې د هرات له والي قیوم رحیمي سره د لیدنې تر څنګ، په دغه ولایت کې پر مخابراتي سکټور د پانګونې پر موضوع ټینګار وکړ، چې په وینا یې د هرات خلګ او پانګوال په دې برخه کې مهم رول لوبولای شي.
د نوموړي په وینا، په هرات ولایت کې پر ټکنالوجۍ پانګونه مرسته کوي، څو هیوادوالو ته د پرمختګ او کار زمینه څو چنده زیاته کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر وویل، د دغه وزارت تازه تګلارې به د هرات ولایت او ټول هیواد په کچه د تېز انټرنیټ او کمو بیوو زمینې زیاتې کړي.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، په ولایاتو کې د خصوصي مخابراتي سایټونو امنیت ساتنه د ولایتي ادارې مسوولیت دی، چې باید زیاته پاملرنه ورته وشي.
د هرات والي هم د مخابراتو سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، په مخابراتي او فن اوري برخه کې د پرمختګ هر راز ملاتړ او دغه ولایت کې مخابراتي سایټونو د خوندیتابه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته