ننګرهار ولایت کې له مخابراتي خدمتونو بې برخو سیمو کې ۵ مخابراتي آنټنونه جوړ او ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شؤل

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۴۰
ولایت ننگرهار افغانستان

‏لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د رسولو په  دوام د ننګرهار ولایت غني خېلو، کوټ، هسکې مینې، رودات او چپرهار ولسوالیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) انکشافي بودیجې څخه د افغان ټلېکام سلام مخابراتي شرکت ۵ آنټنونه چې د ټي ډي اېف لسمې پروژه کې یادو سیمو ته په پام کې نیول شؤي وو جوړ او د مکالماتي او انټرنټي خدمتونو د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته ؤسپارل شؤل.

‏په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو ریاست او د اترا ادارې ولایتي مسؤل ډاډ څرګند کړ چې یاد مخابراتي آنټنونه چې څه وخت وړاندې محرومو سیمو لپاره د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کؤلو په موخه پلان کې نیول شؤي وو د رغنیزو چارو له بشپړېدو وروسته اوس مهال غني خېلو، کوټ، هسکې مینې، رودات او چپرهار ولسوالیو کې د 2G او 3G چوپړ وړاندې کوي چې تر ډېره بریده به د دې سیمو مخابراتي ستونزې ورسره حل شي، د دوی په وینا په پام کې ده چې راتلونکي کې به د جوړو شویو ۵ مخابراتي سايټونو ظرفیت، د لا ښو خدماتو د وړاندې کؤلو په موخه 4G ته لوړ کړای شي او د هغو سیمو لپاره چې لا هم له مخابراتي ستونزو سره مخ دي د سایټونو رغنیزې چارې روانې دي.

‏د غني خېلو، کوټ، هسکې مینې، رودات او چپرهار ولسوالیو قومي مشرانو او اوسېدونکو د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د وزارت او ولایتي مسؤلینو هڅې وستایلې او د یادو سیمو لپاره یې د مخابراتي چوپړ د برابرو په موخه مننه وکړه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته