ملت ته د مخابراتو وزارت د حساب ورکولو ناسته تر سره شوه:

Author image
enayat_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۵:۲۷
k


نن چهارشنبه د روان ۱۳۹۸ هجري کال د کب میاشتې اوومه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوزۍ وزارت مشرتابه د حکومت رسنیو مرکز کې خلکو ته د حساب ورکولو په ناسته کې ګدون وکړ.
په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، هیوادوالو ته په ۱۳۹۸ کال کې د مخابراتو وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په پیل کې ښاغلي هاشمي، د هېواد په مخابراتي سکتور کې د ډیجټلي بدلون له پاره د یوه څرګند تعریف رامېنځته کولو تر څنګ زیاته کړه: « زمونږ تازه تشکیلات د ټیمي او تخصصي جوړښتونو پر اساس دي، چې په نړیواله کچه روزل شوي کدرونه پکې په دندو ګمارل شوي دي.»
د شاغلي هاشمي په وینا:« د هېواد په کچه د هر اړخیز فساد د مخنیوي او امنیت خوندیتابه په برخه کې تر ټولو اغېزمنه لار د سیسټمونو ډیجټلي کېدل دي، پر همدې اساس زمونږ د روان مالي کال له لومړیتوبونو څخه یو هغه یې د هېواد پر ډیجټلي بدلون سالمه پانګونه ده، ځکه خو مو د ډیجیټلي کېدو په برخه کې ډېری هغه تړونونه لغوه کړل چې په دې برخه کې اغېزمن نه تمامېدل.»
ولس ته د حساب ورکونې په ناسته کې شاغلی هاشمي ټینګار وکړ، چې معلوماتی تکنالوژي به د نورو مالي بنسټونو تر څنګ د هېواد زیاته برخه بودیجه برابروي، ځکه د دغه وزارت په تېر کلنو عوایدو کې د مالیې وزارت له ټاکل شوې اندازې څخه 43 سلنه زیاتوالی راغلی دی.

mm


سرپرست وزیر، په هېواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټیزه کېدل د دغه وزارت لومړیتوب بولي، چې په وینا یې کلونه کار او د حکومت هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
ښاغلی محمد فهیم هاشمی په دغه ناسته کې د انترنیت بییو راکمولو به تړاو وویل:«مونږ د خپل صلاحیت په چوکاټ کې د انټرنیټ عمده بیې دېرش سلنه نورې هم راکمې کړې، چې له مخې یې خصوصي مخابراتي شرکتونه هم باید یا خو انټرنیټ بیې راکمې کړي او یا هم ولس ته د خپلو عملیاتي لګښتونو په اړه بشپړ وضاحت ورکړي.»

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۶
Background image

کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۵۸ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم ملا عبدالواجد عادل فارغ شویو ځوانانو ته...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۷:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د حاجي انور مارکیټ سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ چې ۴جي غږیز او ۳جي انټرنیټي خدمتونه وړاندې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۵
Background image

بلخ ولایت کهنه کلدار ولسوالی کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو د بهیر څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې...

بېرته خبرونه ته